پاکستان د هند له لوري لګول شي د ترهګرۍ ټول تورونه رد کړي او دای جعلی او بې بنیاده ګرځولې دي

0
5

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د هند لخوا د ترهګرۍ په اړه ټولې ادعاوې دروغ بللي دي.

دبهرنيو چارو ددفتر وياند وايي هندي ميډيا د دروغو دعوه کوي چې يوه خالي کشتۍ يې له يو شمير وسلو سره نيولې ده.

د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند لخوا ادعا شوې پېښې مسخ كېږي، هند د پروپېګنډا په ذريعه د پاكستان په ضد د منظم ترهګرۍ داستان ته وده وركوي۔
د ویاند په وینا، هندي رسنۍ هڅه کوي چې ادعا شوې پیښه د ممبۍ په څیر د تش په نامه برید له پلان سره تړاو ولري.

د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند تورونه د پاكستان د بدنامولو او بيا د ترهه ګرۍ د پېدا كولو د هند د منصوبې یوه لړۍ ده.

دا خبره مهمه ده چې کله چې د افغانستان څخه په اګست کال ۲۰۲۱ کښې امریکایی او نیټو ځواکونه اووتل او افغانستان د اسلامی امارت ترکنټرول لاندې راغلې نو هند یوه جعلي پروپیګنډه کړې وه چې د پاکستان ایف ۱۶ جنګي الوتکو په پنجشیر ایالت کښې بمباري کړې ده او هندي رسنیو یو جعلي انځور خپور کړې وو چې بیا روستو د بیلا بیلا رسنیو له لوري دا انځور جعلي اوبلل شو او د هند دغه پروپیګڼډه ی وغندله.
نور خبرونه

د عمران خان په ضد قانوني چلند لپاره په وزارت داخله کښې مهمه غونډه شوې ده

د شهباز ګل د درملنې او میډیکل راپور په اړه جوړي شوي میډیکل بورډ کښې نوې بدلون شوې دې

Leave a reply