په کابل کښې تجارتي هلې ځلې پیل شوي

0
113

باغي ټي وي رپورت
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې تجارتي هلې ځلې شروع شوي دي، خلق بانکونه له ځي او د پیسو راکړه ورکړه پیل شوې ده، مارکیټونه هم پرانستل شوي دي.

د کابل نه داسې تصویرونه په سوشل میډیا خپاره شوي دي چې ښایی عزیزي بانک او نور تجارتي مرکزونو کښې ښه ګنړه ګونړه په نظر راځي او خلقو د پیسو راکړه ورکړه شروع کړې ده.
خو بیا دلته په کابل کښې خلق شکایت کوي چې بانکونه صرف د ۲۰ زره افغانۍ ورکړي، افغان وګړي او نور سوداګر غوښتنه کوي چې باید چې د بانکونو له طرف نه دا رقم زیات کړې شي.

Leave a reply