سهيل شاهين: ترکيه مسلمان ورور هېواد بولو او همکاري يې غواړو

Suhail Shaheen: File Photo
د افغانستان اسلامي امارت وايي، ترکيه او افغانستان اوږدې تاريخي اړيکې لري، ترکان د افغانانو مسلمان وروڼه دي او له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه ترې لري.
په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د افغانستان نوی حکومت له ترکيې سره په ګڼو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی، د کابل او انقرې اړيکې نورې هم قوي کېدای شي او اوس هم دافغانستان په ګڼو سيمو کې ترکي انجيران کار کوي او د هغوی هڅې د افغانانو لپاره ډېر اهميت لري.
ښاغلي شاهين زياته کړې: موږ غواړو، له ترکيې سره په ښوونې، بيا رغونې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکارۍ اړيکې ولرو.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د بهرنۍ تګلارې په اړه وویل، چې هر هېواد خپله بهرنۍ تګلاره د خپلو ملي ګټو په رڼا کې جوړوي او «موږ د دې کار درناوی کوو.»
د ښاغلي شاهين په وينا که ترکيه د يوه مسلمان ورور په توګه راميدان ته شي، نو دوی يې هرکلی کوي، ځکه چې افغانان ترکيه يو مسلمان هېواد بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګڼو نورو هېوادونو سربېره د ترکيې سفارت اوس هم په کابل کې پرانيستی دی.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو ويلي، د افغانستان نوي حکومت په رسميت پېژندو لپاره بېړه نه کوي او دوی د افغانستان د نوي حکومت تګلاره او کړنې څاري او په عين حال کې يې هيله ښکاره کړې، چې افغانستان به د کورنۍ جګړې پر لور نه ځي.





