د عامې روغتیا وزیر په تهران کې د G5 په غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا واوروله.

0
92

د عامې روغتیا وزیر په تهران کې د G5 په غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا واوروله.

7 مئي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او مل پلاوي یې ایران کې G5 کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

 

په دې غونډه کې چې د ایران د ریس جمهور معاونې انيسه خزعلي او د روغتيا وزیر تر څنګ د G5 د غړو هیوادونو وزیرانو او معینانو ګډون کړی وو ، د عامې روغتیا ښاغلي وزير په خپله وينا کې د روغتیا په برخه کې د همکاریو د ودې په ځانګړي ډول د هغه ساري ناروغیو د کنټرول په اړه خبرې وکړې چې په اسانۍ سره د یوه هیواد څخه بل هیواد ته انتقالیږي، د روغتیایی پوهاوي او تجاربو د شریکولو باندې يې ټینګار وکړ او همدارنګه یې وویل چې ناروغۍ سرحد نه پیژني باید د دې ډول پدیدو سره په ګډه مبارزه وکړو.

 

ښاغلي عباد وویل موږ خپلو امکاناتو ته په ليدلو سره سپینو ساحو یا هغه ساحو کې چې روغتیایي خدمات کلونه وړاندې په کې په نشت حساب يا محدود ول اوس مو زمینه برابره کړې چې په همدې ساحاتو کې خپلو هيوادوالو ته روغتیایی خدمات ورسوو ، دا چې ځينې سيمې لا هم کار ته اړتيا لري نو په دې برخه کې همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده،
ښاغلي عباد زياته کړه افغانستان د کرونا د واکسین د تطبیق په برخه کې مخکښ هیواد دی او د روټین واکسین د کوریج او د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

 

ښاغلي عباد وویل چې ځینې مغرضې کړۍ ځینې وخت په ټولنه کې د ذهنیتونو د مغشوشولو په نیت افواهات خپروي چې ګويا ښځینه روغتیایي کارکونکې له کارونو څخه منعه شوي حال دا چې ټولې ښځینه کارکونکې د اسلامي او شرعي احکامو په رڼا کې خپلو وطنوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي تر څو د ښځینه ناروغانو، میندو او ماشومانو روغتیا تأمین کړي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر او مل پلاوي د ایران هیواد د رئیس جمهور له مرستیالې سره لیدلي.

 

ښاغلي عباد د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وويل نړیوال همکاران او د افغانستان خواخوږي هيوادونه باید زموږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي تر څو افغانستان د نړیوالې روغتیایي اسامبلۍ او ختیځې مدیترانه یي حوزوې سازمان یا EMRO کې د استازیتوب چې د روغتیا وزارت حق دی ترلاسه کړي، چې له دې سره به موږ خپل روغتیایي لومړیتوبونه او اړتیاوې له نړیوالو سره شریکې او حل لارې ورته ومومو.

Leave a reply