په کابل کښې خلق مطمین دې ولې ډار هم لري

0
96

باغي ټي وي رپورټ
کابل: د افغانستان پایه تخت کابل خلق په دې خوشحال دي چې طالبانو د شیعه ګانو جلوس ته اجازت ورکړې ، په ښار کښې د خوراکي توکو کمې مخې ته راغلې ، که دوکانونه او مارکیټونه په مکمل پرانستې شی نو بیا به دا کمې پوره شي.

په کابل کښې یو تن چې کاروبار کوي په دې ډیر مطمین دې چې طالبانو د شیعه ګانو جلوس ته هم اجازت ورکړو او وای چې دې سره به هزاره خلق د طالبانو لپاره ښه سوچ ولري.
یو تن اوویل چې طالبانو د شیعه ګانو جلوس له سیکوریټي هم ورکړې وه او په ډیره ښه توګه ی د عاشورې مراسم ادا کړې چې دې په وجه د کابل شیعه کمیونټې خلقو د طالبانو میلمستیا هم وکړه او دوی له ی ډیر عزت ورکړو.
هم دا تن وای چې دلته کاروباري خلق لږ ډار هم لري او وای چې دلته په کابل کښې په مارکیټونو کښې د کروړونو روپو سامانونه او نور توکي پراته دي، دا تن غوښتنه هم کوي چې طالبانو له په کار دې چې هر یو دفتر، ادار او کار د هغه اهلیت مطابق کسانو ته ور وسپاري.
دا تن زیاتوي چې په کابل کښې د خوراکي توکو کمې هم راغلې او دا ځکه چې ډیر مارکیټونو او دوکانونه د اول نه بند دې او خلق یو رقم یره هم محسوسوي.
دا تن وای چې امید لري چې د طالبانو مشران چې په کندهار کښې راغونډ شی نو یو مشترکه جرګه به جوړه کړي چې په افغانستان کښې یو حکومت جوړ کړي.
دا تن وای چې دا ځل طالبانو کښې ډیره نرمي پیدا شوې او دا ډیره ښه خبره ده. یو بل تن وای چې به کابل کښې طالبان ګرځي او خلقو سره ډیر ښه سلوک کوي، دا تن وای چې طالبان هغه کسان وهي چې غلا کوي او نور عام خلقو سره ډیره نرم او ښه سلوک کوي، ویل ی چې طالبان وس ډیر بدل شوي او ښه شوي دي.

Leave a reply