د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې د هېواد پر امنيتي او داخلي وضعيت خبرې وشوې.
دا خبره د یادونې ده چې د فوځ مشر او وزیراعظم شهباز شریف دا لیدنه په داسې وخت کښې شوې چې په سوات او نور قبایلي سیمو کښې د ناامني، هدفي وژنې او ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
ځایی اولس غوښتنه کوي دوی امن غواړي او ددوی په سیمو کښې دې امنیت خوندي شي.
دا خبره مهمه ده چې په قبایلي سیمو کښې د ناامني پیښې زیاتې شوې، نامعلومه وسلی وال په پولیسو ،غیر سرکاري او سرکاري شخصیتونو بریدونه کوي، ترې دې دمه یو شمیر پولیس او ځای مشرانو د
نامعلومه کسانو له لوري وژل شوي دي. دې پیښو ځایی خلک ډیر سخت اندیښمن کړې دي.
…………………………
نورې لیکنې
زه د پاکستان ګوډاګې وزیراعظم جوړیدل نه غواړم، که بیا داسې حکومت راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران
وزیراعظم شهباز شریف ا ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره ولیدل، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې






