زه د پاکستان ګوډاګې وزیراعظم جوړیدل نه غواړم، که بیا داسې حکومت راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له حکومته وتلی او اعتراف یې کړی چې بې واکه لومړی وزیر دی.

کله چې عمران خان لومړی وزیر و، نو په خوله به یې ویل چې پرته له غوښتنې یې هېڅ پرېکړه نه کېږي، چې کومه پرېکړه کېږي زه یې مسوول یم، خو کله چې د بې اعتمادۍ په صورت کې له حکومته لرې شو، احساس یې وکړ چې هغه بې وسه او بې اختیاره وزیراعظم وو.
پخوانی لومړی وزیر د حکومت له ختمېدو وروسته په خپلو څرګندونو کې وايي چې زموږ لاسونه تړل شوي، هغه دا هم ویلي چې که بیا هم ورته دې پخوانۍ په څیر حکومت ورکړل شی نو هغه به دا حکومت قبول نه کړي.
عمران خان اوس په خپلو ویناوو کې داسې ښکاري چې که په راتلونکي کې داسې حکومت ترلاسه کړم نو حکومت به نه واخلم ځکه چې په کمزوري حکومت کې لویې پریکړې نه شي کولای، ستا په لاس کې هیڅ نشته او د چا په لاس کې دي. د دوی لاسونه او که دوی یې نه غواړي نو تاسو هیڅ نه شئ کولی او که انشاالله کله هم حکومت راشي نو زه به یوازې هغه وخت حکومت واخلم کله چې زما واک وي.
پخوانی لومړی وزیر اوس وايي چې ما ډېر کارونه کول، خو لاسونه مو تړلي وو، د متحدینو له خوا مو تورونه لګول شوي وو، د بودیجې د تصویب لپاره مو له ادارو غوښتي وو، چې راوغواړئ، په پارلماني ډیموکراسۍ کې په مجلس کې رایه ورکول، تاسو نشئ کولی لوی تصمیمونه ونیسئ پرته لدې چې تاسو اکثریت ولرئ.
عمران خان حکومت ته له راتلو وړاندې هم ویلي و چې زه د ګوډاګي وزیراعظم نه غواړم، زه غواړم هغه وزیراعظم شم چې کله په ملک کې خپل منشور عملي کوي، لومړی وزیر چې لاسونه یې تړلي دي، اسټیبلشمنټ ته ناست وي او ډیکټیشن ورکوي نو زه نه غواړم داسې وزیراعظم جوړ شم ، هغه اوویل چې زه نه غواړم ادارې دا هیواد چلوي او زه ګوډاګې ناست یم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网