د خلیج د همکاري شورای هم د سعودی عرب د تیلو د تولید کمولو تایید کړې دې، امریکا په دې پریکړه سعودي عرب ته ګواښ کړې، په دې پریکړه ی نیوکه کړې

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) هم د تیلو د ورځني تولید کمولو لپاره د اوپیک پلس پریکړه تایید کړه.

د سعودي رسنیو په وینا، د خلیج د همکارۍ شورا د امریکا له خوا د ریاض پر پرېکړې تر نیوکې وروسته د سعودي عربستان ملاتړ څرګند کړی دی.

د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي ډاکټر نایف فلاح وايي، انتقادي څرګندونې نشي کولای حقایق تحریف کړي، په داسې حال کې چې انتقاد د سعودي عربستان د متوازن چلند مخه نشي نیولای.
د یادولو وړ ده چې د تیلو د تولیدونکو هیوادونو سازمان اوپیک پلس پریکړه وکړه چې د نړۍ د اقتصاد او د تیلو د بازار د ناڅرګند حالت له امله د نومبر څخه د تیلو تولید کم کړي.

د تېلو د صادرونکو هېوادونو ۱۳ کسیز سازمان (OPEC) او د هغې ۱۰ متحدینو تېره اوونۍ د تېلو تولید د ورځې دوه میلیونه بېرله کم کړ. د ژمي په پیل کې له دې اقدام سره د نفتي توکو بیې د لوړېدو تمه کېږي.
ه بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د اوپیک پلس د پریکړې مخالفت او انتقاد کړی او ویلي یې دي چې روسیه به د تیلو د تولید له کمیدو څخه ګټه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې ریاض به د اوپیک د تیلو تولید کمولو پایلې ولري.

Leave a reply