وزیراعظم شهباز شریف ا ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره ولیدل، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف سره د ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره لیدنه کړې دې ده او په مهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې اترې کړی دي.
وزيراعظم شهباز شريف او د ازبكستان صدر شوكت ميرزاوف په قزاقستان كښې د سيكا د شپږمې غونډې په څنډه كښې په اسيا كښې د روابطو او باور جوړولو په اقداماتو سره ملاقات وكړو۔
په دې موقع وزيراعظم ووئيل مونږ د منځنۍ اسيا او جنوبي ايشيا يووالي كولو ته اړتيا لرو په داسې حال كښې چې شهباز شريف د ازبکستان صدر ته د خپلې د ځوانۍ په وخت لوستل شوې یو متل هم ولوستل.
شهبازشريف وويل په ځوانۍ کې يې يوه وينا لوستې وه چې د مضبوط عزم، ښه سوچ او محنت بديل نشته.
بل خوا د ازبکستان ولسمشر هم تائید کړې او ویلي یې دي چې له همدې امله مې خپل خوبونه او پلانونه له تاسو سره شریک کړل، له دې نه علاوه وزیراعظم شهباز شریف د فلسطین، قزاقستان او بیلاروس له ولسمشرانو سره هم وکتل.
اده دې وي چې تيره ورځ په قزاقستان كښې د سيكا غونډې ته په اسيا كښې د روابطو او د اعتماد جوړولو د اقداماتو په اړه د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف وويل چې د سيكا په سرمشريزه كښې زما وينا د وياړ خبره ده٬ پاكستان د سيكا پلېټ فارم ته ډېر اهميت وركوي او د قزاقستان د مشرتابه ستاینه کوي.