پاکستانۍ کلدارې په مقابله کښې ډالر بیا قوي شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د روپۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.
په ازاد بازار کې ډالر د څلور روپو په مقابل کې په ٢٢٦ روپو ګران شوي دي. په انټربینک مارکیټ کې هم د ډالر په مقابل کې ۵ پیسې زیاتې شوي او د کاروبار په پای کې د ډالر بیه ۲۱۸ روپۍ ۴۳ پېسې ده.
پرون د کاروبار په پای کې انټربینک کې د ډالر نرخ ۲۱۸.۳۸ روپۍ و.بل لوري ته روانه اوونۍ انټربینک کې ډالر ۱.۹۲ روپۍ ارزانه شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې په هېواد کې د يو توله سرو زرو بيعه راټيټه شوې ده.د سندهه صرافه بازار جيولرز ايسوسي ايشن ترمخه د سرو زرو في توله قيمت 800 روپو نه 147300 روپو ته راټيټ شوے دے۔
په نړيوالو اسعارو کې د يو انس سره زر د ١٠ ګرامو بيه له ٦٨٦ کلدارو څخه يو لاک ٢٦ زره ٢٨٦ کلدارو ته راټيټه شوې، په داسې حال کې چې د سرو زرو بيه د ٢٠ ډالرو په کمښت سره ١٦٥٦ ډالرو ته راټيټه شوې ده.
……………..