د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیه کې د اتحاد العلماء غونډه کې کډون کوي.
د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیه کې د اتحاد العلماء غونډه کې کډون کوي.
14 اکتوبر 2022
ترکیه هیواد کې د اتحاد العلماء له لورې “د اسلامي امت په نهضت کې د علماوو مسؤلیت” په نوم غونډه جوړیدونکي ده، چې یادې غونډې ته د نړۍ د نورو علماؤ سربیره د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله هم غوښتل شوی.
د افغان دولت د رسنیو د مرکز رئیس شیبه وړاندې پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیې هیواد کې د اتحاد العلماء غونډه کې ګډون لپاره روان شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د علماوو په ۷مه نړیواله ناسته کې د ګډون په هدف نن ناوخته ترکیې هېواد ته روان شو.
د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر پر اساس، ټاکل شوې چې د اسلامي امارت ویاند سبا دغه ناستې ته خپله بیانیه واوروي.