وفاقي وزیرخزانه د آیی ایم ایف مشر سره مهمه غونډه کړې ده

0
111

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په امريكې كښې د خپل پلاوي سره د آئي اېم اېف ډپټي ايم ډي سره ملاقات وكړو۔

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د پورونو د پروګرام پر تطبیق خبرې وشوې.

اسحاق ډار د امريکې د خزانې وزير قونصل ډيوډ لپټن هم وليدل په دې موقع د پاکستان سفير مسعود خان هم ورسره وو.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره د کلنۍ غونډې په لړ کې په څلور ورځني سفر امریکا ته تللی دی.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار به د خپل سفر په مهال امريکا کښې د مختلفو مالي ادارو او مشرانو سره ملاقاتونه هم کوي۔
امريکا ته تر روانېدو وړاندې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په لندن کې له پخواني وزيراعظم نواز شريف سره تر ليدنې وروسته وويل، پرېکړه شوې ده چې پاکستان به د اى اېم اېف پروګرام له بشپړولو وروسته د پاريس کلب ته نه ځي او له دې وروسته به ورته الوداع وايي.

Leave a reply