انتها خوښي او تشدد د اسلام او د اسلام تعلیماتو څخه نه دي: د سعودي عرب د حج خطیب، ډاکټر محمد بن عبدالکریم

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان د حج خطیب ، ډاکټر محمد بن عبدالکریم ویلي دي چې افراطیت او تاوتریخوالی د اسلامي لارښوونو څخه نه دی، نوموړي ویلي دي چې د حالاتو او ستونزو سره په حکمت او پوهه سره مقابله کول دي.

د لاهور په یو شخصي پوهنتون کې د اسلام فوبیا په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال امام او خطیب حج او د مسلم ورلډ لیګ سیکرټري ډاکټر محمد بن عبدالکریم وویل چې ځینې خلک د اسلام غلط تصور وړاندې کوي حال دا چې اسلام د زغم او اعتدال تصور وړاندې کوي دی.
په دې موقع د سعودي سفير نواف سعيد المالكي وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي عرب ورورولي اړيكې دي، د دې اهميت نه څوك انکار نه شي كولې، دوي به په هر حالت كښې د پاكستان مرسته كوي۔
دا خبره مهمه ده چې په ټوله نړۍ کښې وخت په وخت داسې بیانونه خپره شي چې د اسلام په ضد وی او د اسلام څخه د خلکو په زړونه کښې ډار اچول وی خو دیني عالمانو دا خبره رد کړې ده او وایی چې اسلام مینه ښایی، د تشدد کولو څخه انسان منع کوي او انسان ته د صبر او زغم کولو سیق ورښایی.
…………………………

Leave a reply