ډار يا فوبيا Phobia څه ته وايي او علايم يې څه دي؟

0
84

فوبيا، د رواني ناروغيو يو ډول دی چې د نارينه و په پرتله په ښځينه و کې ډېر ليدل کېږي او په نارينه و کې د ۲۵ کلونو څخه پورته محسوسېږي

فوبيا په لغت کې ( ډار ) يا هم د ( اوږدمهاله ډار ) مانا ورکوي، په انګليسي کې يې phobia بولي. د ارواه پوهنې د تعريف په اساس، فوبيا دوامداره ډار، د يو ناڅاپي حالت سره مخامخېدو سره د ډار او وېرې رامنځته کېدو ته ويل کېږي. که د ډار او وېرې کچه دومره لوړه شي چې کنټرول يې د انسان له لاسه بهر شي او په ورځيني ژوند او فعاليتونو اغېز پرېږدي؛ نو انسان د رواني ناراحتۍ سره مخامخ کوي.

فوبيا په حقيقت کې د اضطرابي اختلالاتو ترټولو عام حالت دی.

له لوړې (ارتفاع) وېره، د وينا څخه وېره، په تړلې خونه کې وېره، د تيارې څخه وېره، د لمبا څخه وېره، له ګلانو څخه ‌ډارېدل، د لمر له وړانګو څخه وېره، له پلونو څخه ډارېدل… دا ټول د فوبيا برخې ګڼل کېږي. په دې ليکنه کې به تاسو د فوبيا نښو او علايمو سره بلد شئ.

د فوبيا لامل

څېړونکي او ارواه پوهان په دې اند دي، فوبياوې د بيروني او دننه لاملونو له ترکيبه رامنځته کېږي. د يو بل تعريف په اساس، د ځينو فوبياوو علتونه ژنټيکي مسايل او ځيني نور لاملونه او همدارنګه ځيني بيروني عوامل لکه پخوانۍ يا د ماشومتوب د دورې ترخې تجربې دي.

د ارواه پوهنې يوه پوه، فوبيا دا ډول تعريف کړې ده: ( وراثت، د مغز کيمياوي او هورموني ترکيبات، پخوانۍ ترخې تجربې؛ دا ټول د فوبيا د رامنځته کېدو  لاملونه دي ).

د فوبيا ډولونه

فوبيا په درې اساسي برخو وېشل کېږي:

ساده يا مشخصه فوبيا: ترټولو پېژندل شوی او عام ډول دی، چې علتونه يې څرګند دي.

ټولنيز يا اجتماعي فوبيا: هرڅوک چې د فوبيا په دغه ډول ککړ وي، نو د خلکو په منځ کې د ملامتېدو او ريشخندېدو څخه ډارېږي. دا ډله خلک حتی په هوټلونو کې له ډوډۍ خوړلو او د شغلي فعاليتونو څخه هم وېره لري.

آګورافوبيا: په دې ډله کې شامل کسان معمولا له يوازیتوب څخه ډارېږي، د ساده پلونو څخه د تېرېدو پر مهال هم وېره لري، د سينما د صالونونو او د ګڼه ګوڼه ځايونو څخه ځان ساتي او ډارېږي.

 

علايم يا نښې

  • د ډار، وحشت او ستنوزمنو حالتونو احساس.
  • د ډار او وېرې د نه کنټرول احساس.
  • غير ارادي غبرګونونه او اتوماتيک حرکتونه.
  • د زړه د درزېدو (ضربو ) ډېروالی، د نفس د تنګوالي احساس، رېږدېدل… .

فوبيا، د رواني ناروغيو يو ډول دی چې د نارينه و په پرتله په ښځينه و کې ډېر ليدل کېږي او په نارينه و کې د ۲۵ کلونو څخه پورته محسوسېږي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

سرچينه: YOUC.IR

Leave a reply