په دې لنډو لارښوونو سره د مخدره توکو د روږدي کېدو څخه ځانونه ژغورلی شو

0
99

په مخدره توکو روږدي کېدل د نورو ناروغيو او عادتونو په څېر يوه ناوړه او زوروونکې ناروغي ده. د دې ناوړې پديدې د له منځه وړلو لپاره مو دلته څو لنډې لارښوونې برابرې کړي دي، چې تاسو درانه لوستونکي يې لوستلو ته رابولم:

۱- تل باید په يو کار کې بوخت واوسو، ترڅو مخدره توکو ته مو هېڅ پام وانوړي.

۲- داسې يو څوک بايد ځان ته وټاکو چې رښتينی وي او تل موږ ته په ياد کړي، چې بايد سګرټ، نصوار ونه څکوو او د هغو د ناوړه عواقبو څخه هر وخت مونږ خبر کړي. کېدای شي دا کس مو د کورنۍ غړی او يا هم کوم بل نږدې رښتينی ملګری وي.

۳- هغه څه چې مونږ مخدره توکو ته هڅه وي، بايد پیدا يې کړو او ويې پېژنو.

۴- په دې مو ځان ډاډه کړئ چې مخدره توکي په رښتيا سره هم بد عواقب لري، که مو په همدې اړه ځان يقيني کړ نو کولی شئ چې له دې کرغېړن عادت څخه ځان وژغورئ.

۵- د روږدو کسانو سره دې ناسته او ولاړه پرېښودل شي.

۶- بې باوره، بې پلانه او ناهيلي باید ونه اوسو.

۷- بې سوادي لويه بدبختي ده، هغه کورنۍ چې د علم په ګاڼه سمبال دي؛ په دې ناوړه عادت، روږدي کسان؛ تقريبا چې نه لري.

۸- له هغو اشخاصو سره دې بحث وشي چې مخدره توکي يې پرېښي وي.

۹- د مخدره توکو پرېښودو لپاره دې، د دې برخې متخصص ډاکتر ته مراجعه وشي.

۱۰- د خپلو ستونزو د حل لپاره دې مشاور سره مشوره وشي.

۱۱- په دې بايد يقين ولرو چې مخدره توکي پرېښودی شو.

۱۲- د مخدره توکو پر ځای ځان ته بديل وټاکئ، مثلا، د سګرټ څکولو پر ځای کولی شئ يو مڼه وخورئ.

۱۳- د مخدره توکو د زيانونو په هکله ګټور کتابونه، کلېپونه او ډول ډول مالومات شته؛ هغه بايد وکتل شي.

۱۴- ورزش د مخدره توکو د پرېښودو لپاره ښه بديل دي.

۱۵- د خپلو کورنيو غړو او رښتينو ملګرو ته وواياست چې په دې برخه کې درسره مرسته وکړي او وموهڅوي.

۱۶- د مخدره توکو د ضررونو څخه باید ځان خبر واوسو.

۱۷- په مخدره توکو د روږدو او د هغو کسانو ترمنځ چې دا عادت نه لري؛ پرتله وکړئ، چې څه پايلې ته رسېږئ.

۱۸- د مخدره توکو معتادين کولی شي چې هغه دولتي او شخصي کلينيکو ته مراجعه وکړي، چې د همدوی لپاره ځانګړي شوي دي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس 

Leave a reply