يوې ۱۹ کلنې پېغلې په ارزګان ولايت کې ځان وژنه کړې

0
51

يوې ۱۹ کلنې پېغلې په ارزګان ولايت کې د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی.

له ازرګان څخه ځايي سرچينې وايي چې دغې نجلۍ د دې ولايت دهراوود ولسوالۍ په دهزک کلي کې د زهرو په خوړلو سره ځان وژلی دی.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د نجونو لخوا ځان وژنې ډېرې شوې دي.

څو ورځې وړاندې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۳ نجونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ځان وژنې وکړې.

په افغانستان کې د نجونو لخوا ځان وژنې څه نوې مسئله نه ده، له ډېر وخته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځوانو نجونو د ځان وژنو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

بې وزلي، تعليم ته نه لاسرسی، ناسم رواجونه او د پېغلو په خوښه د ژوند د شريک نه انتخاب هغه مسايل دي چې ډېری وخت ځوانې نجونې يې له امله ځانونه وژني.

Leave a reply