د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير قطر ته په رسمي سفر روان شو

0
50

د افغانستان ا.ا د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد په رسمي بلنه د دې هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په خپلې ټوېټر پاڼې د ياد خبر پخلی کړی او ويلي يې دي چې نوموړی به په خپل دوه ورځني سفر کې د قطر هېواد له لوړپوړو چارواکو سره ليدنې ولري.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ هم يو پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی ؤ.

Leave a reply