د افغانستان د اتومي انرژۍ د ادارې متخصص مشاور بېرته هېواد ته راستون شو

0
91

د افغانستان ا.ا د شخصيتونو سره د اړيکو کميسیون وايي چې د دې کميسيون د هڅو په پايله کې د افغانستان د اتومي انرژۍ متخصص مشاور او د هلمند پوهنتون استاد محمد رضا رضا هېواد ته راستون شو.

دغه کميسيون داسې مهال ياد خبر ورکوي چې درې ورځې وړاندې د ا.ا.ا عمومي مشر مولوي هبت الله اخندزاده د علماوو په درې ورځنۍ لويه ناسته کې ويلي ؤ چې په بهر کې له ټولو افغانانو هيله ده چې بېرته هېواد ته راستانه شي، ځکه چې خپل هېواد کې يې عزت خوندی دی.

له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي ؤ، دا چې لوی اختر په رانږدې کېدو دی، نو هغه کسان چې غواړي اختر په خپل وطن، کلي او کور کې تېر کړي نو له ياد کميسيون سره دې تماس ونيسي او دوی يې د راتګ هرکلی کوي.

Leave a reply