تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې درېیمه پېښه هم ثبت شوه

0
53

د تخار ولايت څخه راپورونه وايي چې يوې ځوانې نجلۍ نن په دې ولایت کې ځان وژلی دی. سرچينې وايي چې يوې ځوانې نجلۍ د دې ولايت په کلفګان ولایت کې ځان وژلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې دا درېيمه پېښه ده چې ثبت کېږي.

د راپورونو له مخې دغې نجلۍ د کلفګان ولسوالۍ اړوند مرکز کې خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی. د دې نجلۍ د ځان وژنې انګېزه او لامل لا نه دی څرګند شوی.

همدا نن په ارزګان ولايت کې هم  يوې ۱۸ کلنۍ نجلۍ د دې ولايت دهراوود ولسوالۍ کې له دې امله ځان وژلی دی چې کورنۍ يې نه پرېښوده د خپلې خوښې وړ هلک سره واده وکړي.

د نجونو او هلکانو په خپلې خوښې سره نه انتخاب او نه واده کول هغه جنجالي مسئله او ناوړه رواج دی چې لاهم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې په تړاو راپورونه کله ناکله ثبت کېږي.

 

Leave a reply