تېرو ۳ مياشتو کې له هرات څخه ۳۸۸ کيلو زعفران بهر ته صادر شوي

0
47

د هرات ولايت د سوداګرۍ خونه وايي چې د روان کال په تېرو ۳ مياشتو کې له دې ولايت څخه د ۲۸۰ زره ډالرو په ارزښت ۳۸۸ کيلو زعفران بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هرات سوداګرۍ خونه زياتوي چې، د هرات د زعفرانو د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله خورا لوړه شوې ده. تېر کال په همدومره وخت کې يوازې ۲۰ کيلو زعفران له هرات څخه بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي ؤ.

د هرات د سوداګرۍ خونې د صادراتو برخې مدير غلام جيلاني حميدي وايي چې د هرات ولايت زعفران د افغانستان ګاونډ هېوادونو، هند، متحده عربي اماراتو، چين او جرمني ته صادرېږي.

د هرات زعفران له قليمي پلوه له ښه خوند او مناسب رنګ سره غوره زعفران دي .

غوريان، زنده جان، اوبې، ګذره او پښتون زرغون د هرات له هغو مهمو ولسواليو څخه دي  چې د زعفرانو زياته کرکېله پکې کېږي.

د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه خورا مشهور دي او په نړيوال مارکېټ کې لوړ ارزښت لري. څو کاله وړاندې د افغانستان زعفران د نړۍ له درې سوه ډوله زعفرانو څخه د خوند او رنګ له پلوه لومړى مقام ګټلی ؤ.

Leave a reply