ارزګان کې يوې نجلۍ ځان وژلی دی

0
48

يوې نجلۍ په ارزګان ولايت کې له دې امله ځان وژلی چې کورنۍ يې نه پرېښوده د خپلې خوښې وړ هلک سره واده وکړي.

د ارزګان ولايت څخه سيمه ييزې سرچينې وايي چې يوې ۱۸ کلنۍ نجلۍ د دې ولايت دهراوود ولسوالۍ کې له دې امله ځان وژلی دی چې کورنۍ يې نه پرېښوده د خپلې خوښې وړ هلک سره واده وکړي.

سرچينې زياتوي دغه نجلۍ نن يکشنبه (د چنګاښ ۱۲مه) د ارزګان ولايت دهراوود ولسوالۍ اړوند دهزک کلي کې د ترياکو په خوړولو سره خپل ژوند ته د پای ټکي ايښی دی.

د نجونو او هلکانو په خپلې خوښې سره نه انتخاب او نه واده کول هغه جنجالي مسئله او ناوړه رواج دی چې لاهم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې په تړاو راپورونه کله ناکله ثبت کېږي.

د چارو شنونکي او علمای کرام تل په ودونو کې د هلک او نجلۍ انتخاب ته نه پاملرنه کولو باندې نيوکې کوي او ټينګار کوي چې د اسلامي او ملي قوانينو او اساساتو په رڼا کې بايد د هلک او نجلۍ انتخاب هم په پوره توګه په پام کې ونيول شي.

Leave a reply