پخواني افغان ولسمشر کرزي په کابل کې د روسيې له سفير سره ليدلي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسيې هېواد سفير ديميتري ژيرنوف سره ليدلي دي.
ښاغلي کرزي په خپلې ټوېټرپاڼه ليکلي چې په دې ليدنه کې يې د روسيې له سفير سره د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرې اترې کړي دي.
پخوانی افغان ولسمشر کرزی د ا.ا.ا له راتګه وروسته په کابل کې دی.
نوموړي څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د چين سفير وانګ يو سره هم ليدلي ؤ. ښاغلي کرزي په ياده ناسته کې چين هېواد د افغانستان نېک ګاونډی او ملګری بللی ؤ او په بېلابېلو برخو کې يې د چین له مرستو مننه کړې وه.