د هرات مستوفیت: تېرو ۱۰ مياشتو کې مو يو ميليارد او ۷۰۰ ميليونه افغانۍ ماليه راټوله کړې

0
100

د هرات ولايت مستوفيت مسؤلين وايي چې په تېرو ۱۰ مياشتو کې يو ميليارد او ۷۰۰ ميليونه افغانۍ ماليات راټول کړي دي.

دوی زياتوي چې، د ماليې ټولولو پروسه رڼه ده او تمه ده چې د روان کال تر پایه به دوه ميليارده او ۱۷۵ ميليونه افغانۍ ماليه راټوله کړو.

د هرات مستوفيت داسې مهال دغه خبره کوي چې يوه ورځ مخکې د افغانستان ماليې وزارت په يوې خبرپاڼه کې د هېواد يو شمېر ولايتونو په ګمرکونو او مستوفيتونو کې د عوايدو د ډېرېدو په اړه ويلي ؤ.

ياد وزارت په دغو ګمرکونو کې د عوايدو د ډېرېدو په اړه نور جزئيات نه ؤ خپاره کړي، خو ويلي يې ؤ چې په دغو ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته آسانتياوې برابرې شوي او په ګمرکي چارو کې يې چټکتيا رامنځته کړې ده.

د يو شمېر راپورونو له مخې په تېرو کې په دغو ګمرکونو کې ګمرکي چارې ټکنۍ وې او سوداګرو له دې اړخه نيوکې لرلې.

Leave a reply