په ميدان وردګ ولايت کې د بڼوالۍ محصولات ډېر شوي

0
103

د ميدان وردګ ولايت بڼوالو په دې ولايت کې سږکال د بڼوالۍ د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکړی، خو په ورته وخت کې وايي چې د مناسب بازار د نشتون له امله خواشيني دي.

دا چې په افغانستان کې اوس د ډول ډول مېوو فصل دی، نو د میدان وردګ ولايت په شمول د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د ډول ډول تازه مېوو حاصلات مخ په پخېدو دي او يا پاخه شوي دي.

په ورته وخت کې د ميدان وردګ ولايت بڼوال وايي چې سږکال په دې ولايت کې د بڼوالۍ حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او دې چارې ته دوی د زړه له تله خوشحاله دي، خو د دې ترڅنګ د حاصلاتو لپاره د مناسب بازار او سړو خونو نشتون دوی اندېښمن کړي دي.

د ميدان وردګ ولايت مڼې چې خورا مشهورې او نامي دي، د کال په  همدې دې وختونو کې پخېږي او بازار ته وړاندې کېږي. د دې ولايت د کرنې رياست مسؤلين وايي چې د مناسب بازار په موندلو او د سړوخونو او د بڼوالو او بزګرانو د اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د دوی هڅه رواني دي او تمه ده دغو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي.

د افغانستان خټکي، مڼې، انار، انګور، آلوبالو، زردآلو، شفتالو او هندواڼې د سيمې او نړۍ په مارکېټ کې خورا ډېر او ښه پېرودونکي لري. د شنونکو په وينا، که د افغان بزګرانو او بڼوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي، نو د افغاني تازه مېوو محصولاتو له لارې به هېواد ته لا ډېر عايد ترلاسه شي، چې دا چاره د هېواد په اقتصاد مثبت اغېز کولی شي.

Leave a reply