افغان شخصيتونه سره د ارتباط کميسيون په هڅو يو شمېر شخصيتونه هېواد ته راستانه شوه

 

د ا.ا.ا د افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون وايي چې هېواد ته د شخصيتونو د بېرته راتګ د پروسې په دوام د ياد کميسيون د هڅو په پايله کې يو شمېر شخصيتونه او کدرونه تازه په تازه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد کميسيون لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د آريانا ټلويزيون پخوانی رئيس او د افغان بيسيم شرکت سلاکار احسان الله آرينزی، د پوهنتون استاد او د اروپايي اتحاديې کميسيون پخوانی سلاکار رحمت الله سالم، په تېر حکومت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ عمومي رئيس يار محمد حسين خېل، د پکتيا د پوهنې پخوانی رئيس کوچی ځاځی، د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان هجرت الله، د دره صوف ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان عبدالله ظفري او د هرات د زاول ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان اسدالله صافی له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کميسيون داسې مهال ياده خبره کوي چې يوه ورځ وړاندې د ا.ا.ا عمومي مشر مولوي هبت الله اخندزاده د علماوو په درې ورځنۍ لويه ناسته کې ويلي ؤ چې په بهر کې له ټولو افغانانو هيله ده چې بېرته هېواد ته راستانه شي، ځکه چې خپل هېواد کې يې عزت خوندی دی.

له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي ؤ، دا چې لوی اختر په رانږدې کېدو دی، نو هغه کسان چې غواړي اختر په خپل وطن، کلي او کور کې تېر کړي نو له ياد کميسيون سره دې تماس ونيسي او دوی يې د راتګ هرکلی کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文