د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير په قطر کې د ناروې له سفير سره وليدل
د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د قطر هېواد پلازمېنې دوحه کې د افغانستان لپاره د ناروې سفير اولي لينډمن سره وليدل.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافط ضياء احمد په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دې ليدنه کې ښاغلي لينډمن لومړۍ په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د خپل هېواد په استازولۍ يې له افغان ولس سره په دې ستر غم کې ځان شريک وباله.
نوموړي زياته کړې چې همداراز په دې کتنه کې د افغانستان اوسني بشري، روغتيايي او اقتصادي وضعيت او د شويو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي احمد ويلي چې د ناروې سفير په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان کنګل شويو پيسو د خلاصون د نظريې ملاتړي دي او هيله يې وښوده چې د پيسو په خلاصون او د بنديزونو په لرې کېدو سره به د افغانستان اقتصادي وضعيت وده وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند همداراز ويلي چې د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې له ناروې هېواد څخه مننه وکړه چې تل يې د افغانانو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير څو ورځې وړاندې د يو پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ. د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي ؤ چې په دغه سفر کې به ياد پلاوی د امريکا په ګډون د ګڼو اروپايي او نورو هېوادو له استازو سره وګوري او په يو لړ مهمو موضوعاتو به خبرې اترې ولري.