بغلان ولايت کې يو شمېر وسلې او مهمات نيول شوي
د بغلان ولايت د استخباراتو منسوبينو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګڼ شمېر هغه وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل شوي ؤ، نيولي دي.
د افغانستان ا.ا د استخباراتو لوی رياست لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په نيول شويو مهماتو کې يوه پايه د بم توغولو دستګاه، ۴ ميله کلاشينکوفونه، ۱ ميل M16 ټوپک، ۶ توفنګچې او په سلهاوو ډول ډول مرمۍ او نور مهمات شامل دي.
ياد رياست په يوې بلې خبرپاڼې کې ويلي چې د استخباراتو منسوبينو د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې هم د يو لړ عملیاتو په پایله کې يو شمېر وسلې او مهمات نیولي.
خبرپاڼه زياتوي، په نیول شویو مهماتو کې ۱پایه متوسط هاوان، ۱میل پیکا، ۱قبضه راکېټ، ۲میله کلاشنکوفونه او ۱۰۷ کیلوګرام چرس شامل دي.