کابل کې د ښځينه سوداګرو لخوا د لاسي صنايعو نندراتون پرانېستل شو

0
201

د افغانستان پلازمېنې کابل کې تېره ورځ د ښځينه سوداګرو او کسبه کارانو له لوري د لاسي صنايعو نندارتون پرانېستل شو. په دغه نندارتون کې جامې، د خوړو توکي او لاسي صنايعو توکي نندارې ته وړاندې شوه.

د دغه نندارتون په پرانېسته وینا کې ښځينه سوداګرو له حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور په وده کې دې د افغان سوداګرو لاسنيوی وکړي. دوی همداراز څرګنده کړه چې داسې نندارتونونه کولی شي په هېواد کې د اقتصادي وضعيت ښه والي باندې مثبت اغېز وکړي.

د نندارتون مسؤلينو د دې نندارتون موخه افغاني ښځينه سوداګرو او صنعتکارانو ته پاملرنه کول او د دوی ملاتړ کول په ګوته کړل.

د نندارتون په پرانيسته کې د افغان ښځو د شبکې مسؤلينو وويل چې د افغان سوداګرو مېرمنو ملاتړ بايد شي او د ا.ا.ا له چارواکو يې غوښتنه وکړه چې افغان مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړي.

د نندارتون يوې ګډونوالې له باغي پښتو ټلويزون سره په خبرو کې وويل چې دا ډول پروګرامونه کولی شي افغان صنعتکارانې او کسبه کارانې دې ته وهڅوي چې دوی خپل کارونه لا پراخ کړي.

دغه يو ورځينی نندارتون چې د ښځو له لوري جوړ شوی ؤ، موخه يې دا وه چې د افغان ښځو لاسي صنایع بازار ته وړاندې شي او په ټوله کې دوی ته د کار زمینه برابره شي.

Leave a reply