هرات ولايت کې دوه تنه د موټر د غلا په تور نيول شوي
د هرات ولايت امنيتي ځواکونو دوه تنه د موټر په تور نيولي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د کشفي او الکترونيکي جرايمو آمريت منسوبينو لخوا د ياد ولايت په پنځمه ناحيه کې د يو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه چې له کابل څخه دي د موټر د غلا په تور ونيول شول.
د هرات امنيه قوماندانۍ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو کسانو څخه يو غلا شوی موټر هم ترلاسه شوی دی.
په ورته وخت کې د هرات ولايت امنيتي ځواکونو د دغه ولايت څلورمې حوزې په مربوطاتو کې يو تن د مخدره توکو د لېږد او پلور په تور نيولی دی.
د دغه ولايت د څلورمې حوزې د مسؤلينو په وينا له دغه کس څخه ۸ کيلو ګرامه ترياک ترلاسه شوي او اوسمهال د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دی.