طالب مشرانو ښځینه ډاکټرانو ته ډاډ ورکړې
باغي ټي وي رپورټ

د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه یوه ویډیو خپاره کړې.
په دې ویډیو کښې د طالبانو مشران ناست دي او د صحت محکمه ښځینه ډاکټرانو او نور زنانه د صحت محکمې اهلکارو سره خبرې اترې کوي، طالب مشرانو د صحت محکمې ښځینه ډاکټرانو او نورو کارمندانو ته ډاډ ورکړې چې خپلې وظیفې جاري وساتي او د خلقو خدمت وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت دغه کار چې ښځینه ډاکټرانو ته ی ډاډ او د حفاظت یقین ورکړې یو ډیر ښه او د خوشحالي خبره ده ځکه چې د طالب مشرانو دغه کار ډیر د ستاینې وړ کار دې.

یاده دې وي چې کابل د طالبانو لاس ته راتلو نه مخکښې په عامو خلقو کښې ډیره بې چیني وه چې طالبان به په ښځو او نورو سرکاري اهلکارو سختی وکړي خو ددې ویډیو او د طالب مشرانو ددې اعلان نه پس د کابل او دغه شان د ټول افغانستان خلقو ډیر خوشحال دي چې طالب مشران د ښځو سره دغسې چلند کوي

Leave a reply