مجاهد وايي چې چین غواړي په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي

مجاهد وايي چې چین غواړي په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي

مجاهد زیاته کړې چې چین غواړي د افغانستان په طبیعي زېرمو میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي خو اندېښنه یې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په اړه ده چې ا.ا ورته ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي چې له چین سره خبرې روانې دي او هیله ده ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې په افغانستان کې وروستیو امنیتي اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې داعش یو ستر تهدید نه دی او د ا.ا ځواکونه هره ورځ د دغې ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کوي.

هغه زیاته کړې چې د داعش ډلې بهرني جنګیالي په افغانستان کې حضور نه لري او کوم واړه مزاحمتونه چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې له لوري ترسره شوي دي دوی هڅه کوي د دې ډلې ځالې پیدا او په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.

هغه دغه راز د افغانستان اوسني اقتصادي او بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې اوسنی وضعیت لنډمهالی دی ځکه چې د دوی د دولت دومره وخت نه دی وتلی او په خبره یې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

مجاهد زیاته کړې چې چین غواړي د افغانستان په طبیعي زېرمو میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي خو اندېښنه یې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په اړه ده چې ا.ا ورته ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي چې له چین سره خبرې روانې دي او هیله ده ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

مجاهد د افغانستان کنګل شوې مالي زېرمې ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې دا د افغانانو پیسې دي او دوی له امریکا سره خبرې پیل کړې دي څو هر څه ژر دا پیسې ازادې او بېرته افغانستان ته راوګرځوي.

د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا پۀ راتګ داسې ویل کېدۀ چې چین به دوی پر رسمیت پېژني؛ خو تر اوسه چین هم د ا.ا.ا د پر رسمیت پېژندلو لپاره کوم اقدام ندی کړی.