خلیلزاد: د افغانستان موضوع څنګه چې باید خلاصه شوې وای؛ هغسوې ونشول

0
90
خلیلزاد: د افغانستان موضوع څنګه چې باید خلاصه شوې وای؛ هغسوې ونشول
زلمی خليلزاد چې په خټه افغان دی، د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د ترمپ ادارې له خوا افغانستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپیو نوموړی طالبانو او افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښيناوو. هغه د اوسني ولسمشر جو بایدن په دوره کې هم خپل دغه ماموريت پر مخ ووړي.

 

(2021 / 10 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ماموريت پای ته ورسید. خلیلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه شوې تیروتنې له افغانانو سره شريکې کړي.

دغه خبره د امریکا خارجه وزات د دوشنبې په ورځ اعلان کړه.

د اسوشتيد خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۸مه) خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي. خليلزاد د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ او اوسني ولسمشر جو بايدن په دورو کې د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه دنده درلوده او دغه ماموریت يې د څه باندې درې کلونو له پاره مخته يووړ.

خو خلیلزاد له دې کبله تر نيوکو لاندې وو چې پر طالبانو باندې يې سولې ته د غاړې کيښودلو له پاره په کافي اندازه فشار نه اچاوه. هغه له نیوکو سره سره پر خپله دنده پاتې شو. خو د اوسني ولسمشر جو بایدن خارجه وزير، انتوني بلینکن د هغه له کار څخه مننه کړې ده. خليلزاد چې  د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو سفير هم پاتې شوی، بلينکن يې په اړه وويل: “زه د امریکا له پاره د هغه د لسیزو خدمت څخه مننه کوم.”

خلیلزاد په ابتدا کې پلان درلود چې افغانستان له پاره خپل ماموریت له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو او پر امریکا د سپتمبر یوولسمې تروريستي بریدونو له شلمې کليزې څخه د مخه پای ته ورسوي. خو له هغه څخه غوښتنه وشوه چې په خپله دنده کې پاتې شي.

زلمی خليلزاد چې په خټه افغان دی، د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د ترمپ ادارې له خوا افغانستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپیو نوموړی طالبانو او افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښيناوو. هغه د اوسني ولسمشر جو بایدن په دوره کې هم خپل دغه ماموريت پر مخ ووړي.

اړوند موضوعات:

زلمي خلیلزاد د سیمې او نړۍ هېوادونو سره له مشورې وروسته په هېواد کې د اوربند لپاره ۹ ماده ییزه طرحه خپره کړې ده:

نوموړي د میاشتو میاشتو سفرونو او مختلفو افغان لورو سره د لیدنو کتنو وروسته، د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د قطر هیواد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسليک کړ. د دغه تړون پر اساس امریکا روان کال له افغانستان څخه خپل ځواکونه په بشپړه توګه وايستل او دې سره يې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل ؤ.

جو بایدن د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر اساس، د روان کال د می مياشتې په سر کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پیل وکړ او د اګست تر پايه يې دغه بهير په بشپړه توګه پای ته ورساوه. د بایدن له دغه اعلان سره هغه وخت ناټو هم پر ورته اقدام باندې لاس پورې کړ.

خو ډیری شنونکي په بیړه او له پلان پرته له افغانستان څخه د امریکايي قواوو پر وتلو چې په نتیجه کې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته ورسیدل، نيوکه کوي.

اما جو بایدن په خپلو خبرو کې تر اوسه څو ځله له خپل دغه تصميم څخه دفاع کړې ده. بایدن او د هغه پلویانو په کراتو ويلي دي طالبانو سره د امریکا هغه تړون چې زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ، دې ته زمينه برابره کړه چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو په وتلو سره په زرونو هغه افغانان هم له هیواده ووتل او یا وايستل شول، چې د تیرو شلو کلونو په جریان کې يې د امریکايي ځواکونو یا د هغو له متحدانو سره په افغانسان کې کار کړی وو. لا هم دغه بهیر ادامه لري.

خلیلزاد اسوشتيد پریس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتلو او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جدي مذاکراتو له پاره شرایط برابر کړل. خو هغه په عین حال کې ويلي دي چې دغه مذاکرات او ورسره جوخت له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل له پلان سره پر مخ ولاړ نه شول.

 اسوشتید پریس زیاتوي چې د خليلزاد مرستيالتوماس ویست به د هغه ځای ناستی شي. ویست په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د وروستي پړاو مشري کوله. زیاته شوې چې امریکا به د افغانستان په اړه په مسکو کې دا اوونۍ جوړیدونکي کنفرانس ته خپل استازی ونه لیږي. د امریکا خارجه وزارت په دغه کنفرانس کې د خپل استازي د نه ګډون دلیل «لوژستيکي» مسايل ښودلي دي.

زلمي خلیلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې د خپل ماموریت وروسته به د افغانانو له پاره خپل کار ته ادامه ورکوي او د افغانستان په اړه چې کومې تيروتنې شوي او په مخ کې دي، په اړه به يې خپل نظریات او سپارښتنې له افغانانو سره شريکې کړي.

 د یادونې وړ ده چې افغانان پۀ دې باور دي او زیات شمېر یې ړا نظر لری چې د افغانستان اوردو دوه ځلي د زلمي خلیلزاد د ماموریت لۀ امله له منځه لاړه.

Leave a reply