اسلامی امارت استخباراتي مسولینو د جعلی افغانیو په تور کښې یو تن نیولې

0
198

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتي مسولینو په نورستان کښې د ۷۵ پینځ اویا زره جعلي افغانیو سره یو تن نیولې دې .

د رپورټ مطابق طالب مسولینو د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کښې دا تن د جعلي افغانیو سره نیولي، د بیان مطابق دې تن په ځای خلقو نه په دې جعلي روپو غواګانې او غوزان پیرل او خلقو له به ی په جعلی پیسو دهوکه ورکول او د لوی زیان سره به مخ کول.
یاده دې وی چې په دې لنډو څو ورځو کښې د طالبانو د استخباراتو او امنیتي مسولینو په ګنړ شمیر کښې داسې کسان نیولي چې په غلا، د خلقو په تښتولو او یو شمیر نورو جنایی جرمونو کښې ککړو وو.
څرګنده دې وی چې په جوزجان کښې هم طالب جنګیالو ۶۴ هغه کسان نیولي چې په دوې تور دې چې د خلقو نه غلا کولو، د خلقو په تښتولو او د نشیی توکو په ناوړه کاروبار کښې ککړ وو.

دې خبر سره اړوند خبرونه هم اوګورې.

په جوزجان کښې د جرمونو شرح کمه شوې ده: رپورټ

Leave a reply