په جوزجان کښې د جرمونو شرح کمه شوې ده: رپورټ

0
320

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کنټرول ترلاسه کولو نه پس په دې هیواد کښې د جنایی جرمونو شرح ډیره کمه شوې ده، طالب امنیه قواماندانو تراوسه پوري ګنړ شمیر کسان نیولي دي په کومو چې بیله بیلو جرمونو تور دې.

د افغانستان د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق په جوزجان او ورسره اړوند سیمو کښې د جرمونو شرح کمه شوې ده، د باختر نیوز آژانس د یو رپورټ مطابق د جوزجان د اسلامی امارت امنیتي مسوول مولي سیراج باختر آژانس ته ویلي چې دوی په سیمه کښې عملیات ترسره کړي او په بیله بیل د قتل، اختطاف او د نشیی توکو په خرڅولو کښې ککړ ۶۴ څلور شپیته کسان ی نیولي دي او زندان ته ی لیږلي دي چې بیا به ی عدالت فیصله وکړي.
طالب کمانډر وایی چې د تیرو دو میاشتو سره که د جرمونو موآزنه وکړه نو دا وس د جرمونو شرح په دې سیمه او افغانستان کښې ډیره کمه شوې ده، امنیتي مسوول زیاتوي چې د نیول شوو کسانو سره مو نشیی توکي او د عسکرو وردي هم په قبضه کښې اخستې ده.
د امارت اسلامی امنیتی مسوول وایی چې په دې لنډو ورځو کښې مو دوه هغه کسان نیولي دي چې دې کسانو دوه جونه تښتولې وې. یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان په هیواد کښې د کنټرول لاس ته راوړلو نه پس د عام معافۍ اعلان کړې وو.
د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې داسې کسان چې د خلقو په تښتولو او په غلا کښې ککړ وو دوی اووژل شول او مړي ی په چوکونو کښې را زوړند شو خو وس یو څو ورځې وړاندې د امارت اسلامی مشرانو د طرف نه داسې بیان په رسنیو کښې خپور شوی دې چې وایی چې په جرمونو کښې ککړ کسانو له دې په ښکار سزا ور نه کړۍ شي ، په بیان کښې داسې ویل شوي چې د عدالتي حکم پرته دې په جرمونو کښې ککړو کسانو ته سزا ور نه کړې شي، بیان کښې زیاتوي چې د جرمونو او سزاګانو دې وضاحت وشی چې عام اولس د سزا نه خبر شي او د اسلام او د اسلامی امارت بدنامي و نه شي.


ددې خبر سره سم د باغي ټي وي نور خبرو هم اوګورې.

په کابل کښې د جرمونو په تور کښې ګنړ شمیر کسان نیول شوي

Leave a reply