د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی لۀ دندې ګوښه شو
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی لۀ دندې ګوښه شو
خلیلزاد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ اوږده مذاکرات کامیاب کړل چې په پایله کې یې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووتل او د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت را وپرځید او د هیواد واګې په بشپړه توګه طالبانو ته وسپارل شوې.
(2021 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې ګوښه شوی دی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې خلیلزاد به نوره دغه دنده پر مخ نه وړي او د افغانستان چارې به د نوموړي مخکینی مرستیال ټام ویست په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په قطر کې د امریکا له سفارت څخه څاري.
اړوند موضوعات:
خلیلزاد: ما فکر نمیکردیم که غنی قصد فرار دارد
سي ان ان ویلي چې لا څرګنده نه ده چې زلمي خلیلزاد ته به کوم بل ماموریت وسپارل شي او که نه، زلمی خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی ټاکل شوی ؤ او تر دې وړاندې یې عراق او افغانستان کې د امریکا د سفیر دنده هم اجرا کړې وه.