په کابل کښې د جرمونو په تور کښې ګنړ شمیر کسان نیول شوي

0
208

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د اسلامی امارت د امینت قوماندانۍ بیله بیلو جرمونو په تور ککړ ګنړ شمیر کسان نیولي دي او زندان ته ی لیږلي دي.
د باختر نیوز آژانس مطابق د کابل په مختلفو سیمو کښې د امارت امنیه قواماندانیو ۱۱۱تنه نیولي دي، په دې نیول شوو کسانو دا تور دې چې دوي په بیله بیلو جنایی جرمونو کښې ککړ دي.

امارت اسلامی مشرانو رسنیو ته ويلي دي چې دا نیول شوي کسان ی ذمه وارو ادرو ته سپارلي دي او دوی سره به د قانون د لاندې چلند وشي.
یاده دي وې چې د افغانستان په ولایتونو کښې د امارت اسلامي امنیتي اهلکارو ډیر غلا او او د اغوا په پیښو کښې ککړ کسان نیولی وو چې بیا د ښارونو په چوکونو کښې ددوی مړي هم رازوړندی کړی وو.
څرګنده دي چې کارپوهان وایی چې دا ځل طالبانو د هغه ۹۰ لسیز د طالبانو په شان نه دي، دې امارت اسلامی حکومت به د هغه پخواني حکومت په شان نه وي. د وسني طالبانو حکومت په اړه له د نړۍ یوه هیواد هم فیصله نه ده کړي او د امارت اسلامی نوۍ عبوري حکومت ی له په رسمي توګه نه دې پیژندلې.

Leave a reply