امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۷۲۱ زرو واوښت

امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۷۲۱ زرو واوښت
د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۰۲ زره او ۹۹، په مکسیکو کې ۲۸۳زره او ۴۹۸، په هند کې ۴۴۸زره او ۸۱۷، په بریټانیا کې ۱۳۸ زره او ۶۴، په ایران کې ۱۲۳ زره او ۷۹۱ او په پاکستان کې ۲۸ زره او ۲۲۸ تنه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.
(2021 / 10 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۴۴ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۷۲۱ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۳۹ میلیونه ډېر شوی او نږدې پنځه میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۳۱ زره او ۴۶ تنو ته رسېدلی دی.