پۀ کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

پۀ کندهار کې چاودنې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کندهار ولایت نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو د یو جومات په منځ کې شوې ده .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د کندهار په لومړۍ ناحیه کې د امام بارګاه په جامع جومات کې دننه رامنځته شوې ده.
(2021 / 10 / 15 باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د افغانستان په کندهار ولایت کې د جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .
د کندهار ولایت نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو د یو جومات په منځ کې شوې ده .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د کندهار په لومړۍ ناحیه کې د امام بارګاه په جامع جومات کې دننه رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سره لۀ دې چې تر اوسه پورې د ځاني تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده خو ویل کیږي چې تر اوسه پورې ۱۶ تنه مړه او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې د ځای نه په نشر شوو ویدیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د مرګ ژوبلې شمیره د ښودل شوې شمیرې نه ډیره زیاته لوړه ده.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې پر ورځ هم د افغانستان د کندوز په ولایت کې د شیعه ګانو د یو جامع جومات په دننه کې چاودنه شوې وه چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تیر برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی ؤ، د دې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.






