د جرمني لومړۍ وزیره د ترکیې د ولسمشر پۀ بلنه ترکیې ته سفر کوي

د جرمني لومړۍ وزیره د ترکیې د ولسمشر پۀ بلنه ترکیې ته سفر کوي
ولسمشر اردوغان به سبا په استانبول کې د انګیلا مرکل سره لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو ابعادو او د همکاریو د لا پراختیا په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړي.
(2021 / 10 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه سبا استانبول ته راځي.
ولسمشر اردوغان به سبا په استانبول کې د انګیلا مرکل سره لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو ابعادو او د همکاریو د لا پراختیا په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړي.
همداشان پدې لیدنه کې به د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو، لیبیا، سوریې او افغانستان د مسئلو په ګډون په سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پۀ رسمي بلنه ترکیې ته سفر کړی دی.






