د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسيې په بلنه مسکو ته ځي
د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسيې حکومت په رسمي بلنه مسکو ته ځي.
افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف روسي رسنيو ته ويلي، چې د روان اکټوبر په ۲۰مه د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه نړيواله ناسته ده او د اسلامي امارت چارواکي هم ور بلل شوي دي.
ضمير کابلوف په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
روسيې له ۲۰۱۷ کال راهيسې د افغانستان په اړه د څو ناستو کوربهتوب کړی دی.
روسيې په تېر مارچ کې د افغانستان په اړه د نړيوالې ناستې کوربهتوب کړی و، چې د امريکا، روسيې، چين، پاکستان او ایران استازو په کې ګډون کړی و.
تر اوسه د دې خبرو جزئيات نه دي خپاره شوي او نه هم د افغانستان حکومت په دې اړه رسنيو ته څه ویلي دي.
روسيه له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان په موضوع کې فعاله ده.
د پخواني رژيم له نسکورېدو وروسته، چې د افغانستان اسلامي امارت د پلازمېنې کابل په شمول ټول افغانستان نيولی، د روسيې، چين او يو شمېر نورو هېوادونو سفيران دلته پاتې دي او وخت پر وخت د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې پاستې کوي.