اسلامی امارت د پولیو ضد کمپاین حمایت اعلان کړې دې : یونیسیف

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د ماشومانو صحت ، تعلیم په اړه کار کولو واله ادارې یونیسیف په خپل ټویټر پانړه لیکلي دې چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی مشرانو په دې هیواد کښې د پولیو په ضد کمپاین د ملاتړ او حمایت کولو اعلان کړې دې.

د یونسیف ادارد لیکي چې د افغانستان طالبانو د پولیو ضد د کمپاین ملاتړ کول یو لوی ګام دې او دې سره د په افغانستان کښې د پولیو ناروغي مخنیوۍ وشي او د افغان ماشومانو ژوند به بچ او محفوظ شي.
د ملګري ملتونو نړیوال سازمان، د نړۍ د صحت سازمان او یو نیسیف د افغانستان او د ټولې نړۍ لپاره مشرانو او نمایندګانو د طالب مشرانو ددې فیصلې ستاینه کړي او زیاته کړې ی ده چې د طالبانو ملاتړ کولو سره به د پولیو کمپاین په وجه په دې هیواد کښې د ماشومانو ژوند وژغورل شي.


د نړۍ هیوادونه او د افغانستان عام اولس د امارت اسلامی افغانستان د پولیو ضد کمپاین د حمایت کولو اعلان او فیصلې ته په ښه سترګه ګوري او ددې فیصلې ی ستاینه کوي.
…………………………..
دې خبر سره اړوند خبرونه

په افغانستان کښې به ماشومان د سخت خوراکي کمښت سره مخ شي: یونیسیف

په افغانستان کښې دې د ماشومانو حفاظت وشي: د یونیسیف غوښتنه

Leave a reply