په افغانستان کښې دې د ماشومانو حفاظت وشي: د یونیسیف غوښتنه

0
138

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د ماشومانو د صحت،حقونو او د تعلیم لپاره کار کولو ادارې یونیسیف په ټویټر پانړه لیکلي دي چې په افغانستان کښې د ماشومانو د حقونو نه د سرغړونې په پیښو باندې ډیره اندیښمن یو.

د یونیسیف افغانستان اداره زیاتوي د کندهار په چاودنه کښې دوه ۱۷ کلن ماشومانو هم ژوند له لاسه ورکړې وو او دا اداره زیاتوي چې په افغانستان کښې دې د ماشومانو حفاظت وکړي شي.
د یونیسیف اداره وایی چې ماشومان باید د جنګ قرباني ور نه کړي او ددوی د امنیت باور دې دې ورکړې شي چې د ماشومانو ژوند محفوظ شي. یاده دې وی چې د افغانستان لپاره د یونیسیف نمایندګانو یو څو ورځې وړاندې هم د افغانستان اسلامی امارت مشرانو سره په کابل کښې ملاقات کړې وو او د افغانستان د ماشومانو په اړه ددوی ستونزو او مشکلاتو په اړه ی ورسره خبرې کړې وې، طالب مشرانو د ملګری ملتونو نمایندګانو ته په افغانستان کښې د لرې پرتو سیمو د ماشومانو د ستونزو په اړه د معلومات ورکړي وو او دوی ی د ماشومانو د ستونزو نه خبر کړي وو.


یاده دې وی چې د یونیسیف ادارې مشرانو په یو بیان کښې دا هم ویلي دي چې دوی طالب مشرانو سره لیدلي او په دوه میاشتې کښې به د جونو په سکولونو باندې تعمیري کار مکمل شی او په افغانستان کښې به د ۶ شپږم ټولګي نه واخله تر ۱۲ ټولګۍ پورې ښځینه زده کوونکې سکولونو ته تګ شروع کړي او دوی به خپلې زده کړې پیل کړي.

طالبان به دوه میاشتې کښې جونو ته اجازت ورکړي چې ښوونځو ته لاړې شي: یونیسیف

Leave a reply