د پایه تخت کابل په ارګ کښې مهمه غونډه شوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ کښې پرون د وزیرانو د شورای په ارګ کښې یوه مهمه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کښې د اسلامی امارت د حکومت د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اقتصادي فعالیتونو په اړه رپورټ وړاندې کړې دې.
د افغانستان د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق په دې غونډه کښې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي په مشرۍ کښې د بهر هیوادونو سفرونو او په ددې سفرنو په محال د بهرنیو هیوادونو حکومتي چارواکو سره د شوو ملاقاتونو کښې په مهمو موضوعاتو او داسې نورو معلوماتو په اړه معلومات وړاندې کړل شول.
د وزیرانو په دې غونډه کښې د اسلامی امارت د موسسو د کنټرول او انتظام ادراې ته هم سپارښتنه وشوه چې د اړوند ادراو او موسسو په ښه توګه څارنه وکړي ترڅو چې ددوی د قانون او د اسلامی امارت د قانون په چوکاټ کښې کار وکړي چې د اولس په ګټه تمام شي.
یاده دې وي د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ کښې د قطر په هیواد کښې امریکایی او اروپایی هیوادونو مشرانو سره مهم ملاقاتونه ترسره شوي، د ترکي ، چین او د ګاونډی هیوادونو ازبکستان او قزاقستان هیوادونو مشرانو سره هم د افغانستان په ستونزو په اړه ډیرې ګټورې خبرې شوی دي.
د رئيسالوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د وزیرانو شورا نن په ارګ کې غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د رییس الوزرا مرستيال مولوي عبد السلام حنفي د ترسره شويو اقتصادي فعاليتونو راپور وړاندې کړ.https://t.co/1mq2GvQZH3— BNA Pashto (@bnapashto) October 18, 2021