پاکستان د کشمیریانو د آزادې غوښتلو ملاتړ کوي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې پاکستان په مقبوضه کشیمر د عدالت د فیصله نه پرته د هندي فوځیانو له لاسه د کشمیریانو وژنه په سختو ټکو کښې غندي.
د بهرنیو چارو زیر وایی چې د هندي فوځیانو ریاستي دهشت ګردۍ هیڅ کله هم نه شوي کولې چې هغه د کمشیریانو نه د آزادۍ حق واخلي او د کشمیریانو د خوښې پرته فیصله وکړي، د هغه کشمیریانو په ضد کوم چې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره جنګ کوي.
قریشي وایی چې پاکستان د کشمیریانو د آزادۍ لپاره د جاري کوششونه ملاتړ او حمایت کوي. یاده دې وی چې نن په مقبوضه کشمیر کښې د هند حکومت او د هند فوځونو له خوا د ګرځبندیز ۸۰۶ اته سوه او شپږ ورځې مکمل شوې ، هندي فوځیان په لکونو شمیر کښې کشمیریانو په کورونو کښې قید کړي دي او دوی ته د کور نه بهر وتلو اجازت نشته.
په دې ۸۰۶ ورځو کښې په ګنړ شمیر کښې کشمیري مسلمان د هندي فوځیانو له خوا په ډزو ویشتل شوي او شهیدان شوي دي.
Strongly condemn unabated spate of extra-judicial killings of Kashmiris in #IIOJK. Indian state-terrorism and brutal military siege cannot break the will of the Kashmiri people fighting for the right to self-determination. Pakistan resolutely supports their just cause.
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) October 18, 2021