په افغانستان کښې به ماشومان د سخت خوراکي کمښت سره مخ شي: یونیسیف

فوټو کریډټ: یونیسیف ویب پانړه
باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو ادارې یونیسیف خبردارۍ ورکړې دې چې د کال ۲۰۲۱ په آخر کښې به د افغانستان ماشومان د سخت غذایی قلت سره مخ شي چې له وجهې به ی په افغانستان کښې د ماشومانو ژوند ډیر خطر سره مخ شي .
په نړۍ کښې د ماشومانو د حقونو ، تعلیم او د صحت لپاره کار کولو والا د ملګري ملتونو اداره یونیسف په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې په افغانستان کښې به د ۳.۲ ملیونه ( ۳۲ دوه دیرش لکه ) ماشومانو ژوند د سخت خطر سره مخ شي ځکه دا ماشومان به د کال ۲۰۲۱ په آخر کښې د ناوړه خوراکي کمښت سره مخ شي.
یونیسیف زیاتوي چې دا به یو بحران وی او ددې بحران مخنیوي لپاره باید چې نړۍ په بیړني توګه ایکشن واخلي او ددې بحران محنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
In Afghanistan, an estimated 3.2 million children under 5 are expected to suffer from acute malnutrition by the end of 2021.
This is a crisis. For the sake of children, the world must take urgent action now.
— UNICEF (@UNICEF) October 17, 2021
یاده دې وی چې د ملګري ملتونو د افغانستان لپاره نمانیده هم خبردارۍ ورکړې وو چې نړۍ باید په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره ګامونه پورته کړي او افغانستان سره د بشري مرستو لړي پیل کړي .
په افغانستان کښې د یو بل انساني ناورین رامخې ته کیدو خبردارۍ






