خوفر لیال: افغانستان کې د ټولو شته ستونزو لامل امریکا ده 

0
205

خوفر لیال: افغانستان کې د ټولو شته ستونزو لامل امریکا ده 

هغه دغه راز ویلي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل لامل القاعده نه وه بلکې دغه هېواد غوښتل چې په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره نظامي اډې ولري او له همدې ځایه د سیمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کړي.

 

(2021 / 10  / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

یو ارجنټایني شنونکي خوفره لیال ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل امریکا ده او دغه هېواد له کوم څرګند هدف پرته شل کاله افغانستان اشغال کړی و چې همدا لامل شو څو د دوی له وتلو وروسته افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.

اړوند موضوعات:

امیر خان متقي: داعش ډله ځواکمنه نده؛ د دوی پۀ ګټه تبلیغات دوی ځواکمن ښيي

هغه دغه راز ویلي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل لامل القاعده نه وه بلکې دغه هېواد غوښتل چې په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره نظامي اډې ولري او له همدې ځایه د سیمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کړي.

خوفره څرګنده کړې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د سیمې هېوادونه ځانګړې توګه ایران کولی شي د افغانستان په ثبات کې مثبت رول ولوبوي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته د دغه هېواد مرستې او همکارۍ ته را ودانګي.

Leave a reply