په افغانستان کښې د یو بل انساني ناورین رامخې ته کیدو خبردارۍ

0
104

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران مخه نیولو لپاره د یو این ایچ سي آر اهلکار رسنې سره په خبرو کښې ویلي دي چې دلته په افغانستان کښې د بشري مرستو ته ډیره اړتیاده او د ژمې پیل کیدو نه وړاندې باید دلته افغان اولس سره مرستې وشي.

د ډیوه راډیو پښتو یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې څه درې میلیونه خلق بې کوره شوې دي، په کال ۲۰۲۱ کښې په افغانستان کښې د ناامنۍ له وجهې څه اووه لکه افغان کورنۍ د هیواد دننه بې کوره شوي دي.
د رپورټ مطابق که افغان اولس سره د ژمې د راتلو نه مخکښې مرستې و نه شی نو دلته به یو لوی انساني ناورین مخې ته راشي چې ددې مخه نیول به بیا یولوی چیلنج شي.
د ملګري ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایی چې په افغانستان کښې ی څه ۱۰۰۰۰ لس زره کورنیو سره مرستې کړي دي، یاده دې وی چې د پاکستان، چین، قطر ،ترکي نه هم د افغان اولس سره بشري مرستې پیل شوي دي ځکه چې د ملګري ملتونو هم په ټوله نړۍ غږ کړې دې چې په افغانستان کښې د یو انساني بحران مخه نیولو لپاره باید چې افغان اولس سره مرستې وشي.

Leave a reply