د مسکو غونډې په کال ۲۰۱۷ کښې پیل شوې دي: ذبیح الله مجاهد

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مراسله کښې ویلي دي چې د ماسکو غونډې په کال ۲۰۱۷ کښې پیل شوي دي او ددي غونډو تمرکز د افغانستان په ستونزه خبرې اترې کول دې ، افغانستان هم په دې غونډه کښې د اول نه ګډون کوي.
په دې مراسله کښې مجاهد زیاتوي چې وس چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت حکومت او واک لاس ته راغلې نو امارت اسلامی غواړي چې په ښه توګه د اسلامی امارت دریځ ددې غونډه په ذریعه نړۍ ته وړاندې کړي او نړۍ د افغانستان او د افغانستان اولس نه خبره کړي.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت حکومت راغلې نو ددې حکومت په ملکي او نړۍ کچه مخورو او نړیوالو هیوادونو مشرانو او حکومتي چارواکو سره د ملاقاتونو لړۍ پیل کړې ده او دا لړۍ په ډیره ښه توګه دوام لري.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان یو لوړ پوړه پلاوې د مسکو په غونډه کښې شرکت لپاره تللي دي او سبا به د مسکو په غونډه کښې ګډون وکړي. د امارت اسلامی پلاوې د ریس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په مشرې کښې د مسکو به ناسته کښې شرکت کوي.
د روس اولس مشر ځانګړې استازي ویلی وو چې د افغانستان په اړه په موجوده وضعیت به د ټرایکا یعني د روس ،چین ، امریکا او پاکستان چې د ټرایکا ګروپ غړي دي، ددوي غونډه په مسکو کښې ترسره شي.
د افغانستان د اسلامی امارت دریځ په دې سفرونو کښې د نړۍ هیوادونو مشرانو ته وړاندې شوه ، په دې غونډو کښې په بهرنیو هیوادونو زور ورکړې شوې دې چې د افغانستان اسلامی امارت دې په رسمي توګه اوپیژني خو لا تراوسه پورې یو هیواد هم افغانستان اسلامی امارت نوې حکومت په رسمي توګه نه دې پیژندلې .
د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوی د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کويhttps://t.co/trw9DaXzj0 pic.twitter.com/1Fkc5uJskn
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 19, 2021
هم ددې خبر سره سم د پاغي پښتو ټي وي نور خبرونه هم اوګورې.




