د ا.ا.ا یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته لاړ  

0
180

د ا.ا.ا یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته لاړ  

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه ناستې موخه داده تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دیته پرینږدي چې منزوي شي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان په تړاو د مسکو ناستې ته روان شو.

په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي،د سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران او کابل ښاروال هم برخه لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه ناستې موخه داده تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دیته پرینږدي چې منزوي شي.

پۀ دغۀ ناسته کې د امریکا پۀ ګډون نورو هېوادو ته هم بلنه ورکول شوې ده، لا هم معلومه نده چې امریکا به پۀ دغه ناسته کې ګډون کوي او که نه؛ خو ځینو سرچینو ویلي چې امریکا به دغه ناسته کې ګډون وکړي.

اړوند موضوعات:

ښايي امریکا د مسکو ناسته کې ګډون وګړي 

چین بیا ویلي چې دوی د افغانستان د ثبات پۀ اړه هر چېرته جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې داسې ویل  شوي ؤ چې پخواني ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله ته هم پۀ یاده غونډه کې د ګډون لپاره دعوت ورکړل شوی؛ خو وروسته بیا روسیې وویل چې دوی کرزی او عبدالله ندي بللي.

 

Leave a reply