ښايي امریکا د مسکو ناسته کې ګډون وګړي

ښايي امریکا د مسکو ناسته کې ګډون وګړي
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره اوونۍ ویلي ؤ، چې دا ډله روسیه، امریکا، چین او پاکستان به ډېر ژر د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه غونډه وکړي.
(2021 / 10 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان ډان نیوز د څرګندونو له مخې، په واشنګټن کې ډیپلوماټیکو سرچینو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي، چې امریکا غواړي د مسکو په ترویکا خبرو کې برخه واخلي؛ خو تر اوسه یې د دا ګډون تائید شوی ندی.
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره اوونۍ ویلي ؤ، چې دا ډله روسیه، امریکا، چین او پاکستان به ډېر ژر د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه غونډه وکړي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ا.ا.ا استازي به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي
کۀ څۀ هم وړمه ورځ امریکا وویل ، چې تر اوسه دوی پرېکړه نده کړې چې د مسکو غونډه کې برخه واخلي او که نه؛ خو اوس امریکا کې ځینې سرچینې وايي چې ښايي امریکا د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.
د یادې ناستې پۀ اړه د .ا.ا.ا هم ویلي ؤ چې دوی به دغه غونډه کې ګډون کوي.
همدارنګه لۀ افغانستان څخه د ډاکټر عبدالله عبدالله او کرزي پۀ ګډون ځینې نور افغان سیاسیون هم دعوت شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې تېر کال هم مسکو د افغانستان پۀ اړه د یوې ناستې کوربه ؤ چې هغې غونډه کې له طالبانو د جنګ د شدت د کموالي غوښتنه شوې وه.





